یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په دربابا ولسوالۍ کې د اوبو رسونې پروژې پیل شوې

په دربابا ولسوالۍ کې د اوبو رسونې پروژې پیل شوې

ننګرهار ولایت د دربابا ولسوالۍ په ګوړکو،چورلالا، تودې چینې او نعمت کلیو کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې له لورې د څه د پاسه ۱۷ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د اوبو رسونې د ۶ پروژو چارې پیل شوې .

په دې مراسمو کې د ننګرهار والي سربېره، امنیه قوماندان، د دروبابا ولسوال، د کلیو پراختیا او بیارغونې، کرنې او مالدارۍ، ټولګټو چارو او عامې روغتیا ادارو رئیسانو او یو شمیر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې د اوبو رسونې پروګرام له لورې د څه د پاسه ۱۷ میلیونه افغانیو په مالي لګښت یې د اوبو رسونې د ۶ پروژو چارې پیل کړې.

نوموړي زیاته کړه، د یادو پروژو چارې به د درې میاشتو په موده کې بشپړي شي،چې ورڅخه به نږدې یو نیم زر کورنۍ ګټه واخلي .

ننګرهار والي د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې په چوکاټ کې به دوربابا ولسوالۍ کې د ډیر ژر د ولسي تړون پروګرام د پیل کېدو خبر ورکړ،چې په وینا یې په یاده ولسوالۍ کې به څلوېښت شوراګانې جوړې شي .

هغه وایي،د یاد پروګرام له مخې به هرې شورا ته د اړتیا له مخې د شپیته زرو امریکایي ډالرو څخه زیاتې پیسې ورکړل شي،چې د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې به پرې د اوبو رسونې،سړک او برېښنا جوړونې او یو شمیر نورې ټولنیزې پروژې پلي شي.

د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس انجینر مجیب الرحمن ضیاء وویل،ډیر ژر به د یادې ولسوالۍ په پنځو کلیو کې د شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې پنځه نورې پروژې هم پیل کړي،چې شاوخوا دیارلس سوه کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي .

هغه همدا راز په نږدې را تلوونکې کې د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د شل کیلو متره سړک د جغل اندازۍ کولو د چارو له پیل کېدو څخه هم خبر ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: