شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په دوو کلونو کې سلګونو نجونو ښوونځي پرېيښي

په دوو کلونو کې سلګونو نجونو ښوونځي پرېيښي

په افغانستان کې د بشري حقونو د څار اداره وایي ښوونځي ته د تلونکو نجونو شمېر راټیټ شوی. دغې ادارې په څلورو ولایتونو کې یوه سروې کړې او وایي د امنیتي ستونزو ترڅنګ د ښځينه ښوونکو نشتوالی، د ښونځیو لپاره د ودانیو نشتوالی، د تشنابونو کمښت، په ټیټ عمر کې واده او دې ته ورته نورې ستونزې لامل شوي چې په تیرو دو کلونو کې نژدې دوه لکه او شپږ زره نجونې ښوونځی پرېږدي.

په سروې کې ۲۴۹ کسان پوښتل شوي او ډیری برخه یې هغه نجونې دي چې عمرونه یې له ۱۱ تر ۱۸ کلونو دي.

یوه مرکه کوونکې چې ښوونځی یې په نیمه کې پرېښی وایي: “که مې ښوونځی نیمه کې نه وای پرېښی اوس به ډاکټره یا ښوونکې وای ډېر ارمان کوم چې بشپړ کړی مې وای له دولته غواړم کورنۍ وهڅوي چې خپلې لوڼې ښوونځي ته پرېږدي.”

د بشري حقونو د څار اداره په خپلې سروې کې د امنیتي ستونزو ترڅنګ وایي افغانستان کې ۳۰ سلنه ښوونځي د څښاک اوبه نه لري ۶۰ سلنه بې تشنابه دي او ۴۱ سلنه ودانۍ نه لري.

د دغې ادارې د ښځو د برخې څېړونکې هیدر بار وایي د نجونو د زدکړو پر وړاندې یو بل لوې خنډ د ښځینه ښوونکو نشتوالی دی:

“یوه لویه ستونزه چې کورنۍ نه غواړي خپلې لورګانې ښونځي ته پریږدي د ښځینه ښوونکو کمی دی ټوله کې ۲۰ سلنه ښځینه ښوونکي دي چې تر ټولو کمه کچه یې په پکتیکا کې ده چې یو سلنه ښخینه ښونکي لري . (د دې ترڅنګ د ملاتړو کمښت د پخوا په پرتله اوس کم شوی دی یانې دوی زړه توري شوې اوس د نجونو د زدکړو برخه کې ډېر کار نه کوي.”

اغلې هیدر بار وایي د ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ کلونو ترمنځ نژدې ۲۶۰۰۰۰ نجونو په ۳۲ ولایتونو کې ښوونځي پرېښي.

د بي بي سي د یوه رپوټ موندنې هم دا وې چې افغانستان کې له نيمايي ډېرې نجونې تر لومړنيو زده کړو وروسته د ښوونځي پرېښودو ته اړ کېږي.

د بشري حقونو د څار اداره افغان حکومت ته سپارښتنه کوي چې له بهرنیو مرستندویانو سره یو ځای د نجونو د زدکړو برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

د بشري حقونو د څار اداره افغان حکومت ته سپارښتنه کوي چې له بهرنیو مرستندویانو سره یو ځای د نجونو د زدکړو برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

دغه اداره وایي افغان حکومت باید په هغې تګلارې کار وکړي چې له مخې یې کورنۍ په اجباري ډول خپل ماشومان ښوونځي ته ولیږي ترڅنګ یې باید هغه پرېکړه جدي وګڼي چې بهرني او ملي امنیتي ځواکونه ښونځي د پوځي اهدافو لپاره ونه کاروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *