شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / په سعودي کې د “فساد” په تور ۱۱شهزادګان ونیول شول

په سعودي کې د “فساد” په تور ۱۱شهزادګان ونیول شول

د رسنیو رپوټونه وايي، په سعودي عربستان کې د فساد ضد مبارزې جرګه ګۍ په غوښتنه د دغه هېواد ۱۱ شهزادګان، څلور د اوسني حکومت او په لسګونو پخواني وزیران نیول شوي دي.

دا نیونې له هغه څو ګړۍ وروسته دي چې د شاهي حکم له مخې د ځوان ولیعد محمد بن سلمان په مشرۍ د فساد ضد جرګه ګۍ جوړه شوه.

العربیه تلوېزون وايي، دا تورن کسان د محمد بن سلمان په امر نیول شوي دي.

تراوسه د نیول شویو پېژندنه نه ده شوې او نه هم پر دوی لګېدلي تورونه روښان شوي دي.

ه ورته مهال العربیه تلوېزون رپوټوي چې له څه مهال راهیسې په جده ښار کې د ۲۰۰۹ کال د سېلاو او پر ۲۰۱۲ کال د مرس تنفسي ناروغۍ د خپرېدو په هکله نوې پلټنې پیل شوې دي.

د دې ناروغۍ د را منځ ته کېدو ځای سعودي عربستان بلل شوی دی.

له بلې خوا د سعودي دولتي خبري اژانس وايي، د دغه هېواد پاچا سلمان د ملي ګارډ مشر شهزاده مطیب بن عبدالله او امیر البحر عبدالله بن سلطان بن محمد ال سلطان له دندو لرې کړي دي.

شهزاده مطیب د پخواني پاچا عبدالله زوی او د هغه د کورنۍ وروستی غړی و چې تر ټولو لوړه څوکۍ یې درلوده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: