پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / قبايل / په شمالي وزيرستان کې د وسله والو يو قوماندان وسله ايښې

په شمالي وزيرستان کې د وسله والو يو قوماندان وسله ايښې

په شمالي وزيرستان کې يو بل مهم مشر امنيتي کسانو ته تسليم شوی دی. دامنيتي سرچينو له مخې  د وسلوالې ډلې حافظ ګل بهادرګروپ مهم قوماندان خان دراز وسله غورځولې او ځان امنيتي فورسز ته حواله کړی دی، خو تر اوسه کومې ازادې سرچينې او یا هم شمالي وزيرستان اړوندو وسله والو دغه خبر نه دی تايد کړی.

د سرچينو په وينا د وسله والو قوماندان خان دراز آپريشن ضرب عضب نه وړاندې خپلې کورنئ سره افغانستان ته منتقل شوی و. ياده دي وي چي څو ورځې وړاندې د حافظ ګل بهادر ډلې قوماندان مولانا عبد الخالق حقاني هم د خپل ځوی سره  يو ځای خپله وسله غورځولې وه. خو مبصرين وايي دا رسنيز تبليغات دي او هلته شته وسله والې د تېر په څېر په زور کې دي. دوی وایي له دې ډول تبليغاتو له مخې پاکستان غواړي خپلې مخالفې ډلې کمزورې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: