جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په غزني کې ۲۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په غزني کې ۲۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دغزني ګیلان ولسوالۍ په سفیدار، جاوک او لونګ سیمو کې دافغان ځواکونو په هوایي برید کې ۲۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتی.

سرچينې وايي په دې بريد کې څلور تنه ژوندي نیول شوي. عارف نوري دولایت ویاند وويل، تیره شپه ناوخته په لومړي برید کې چې په سفیدار سیمه کې شوی ۸ تنه وسله وال وژل شوي او څلور ژوندي نیول شوي دي. هغه وايي دوهم برید په جاوک سیمه کې شوی چې په پایله کې یې ۹ تنه وسله وال وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان دي. د نوموړي به وينا دریم برید دوسله والو په موټر ترسره شوی چې دمرګ ژوبلي یې کره شمیر نه ده معلومه. د يو بل خبر له مخې تیر مازدیګر پنځه بجې داندړو ولسوالۍ دملنګو په سیمه کې دافغان هوایي ځواکونو په برید کې دری تنه وسله وال وژل شوي او څلور تنه ټپیان دي. نوري وایې په دي برید کې دوسله والو یو میل دهشکه هم ویجاړه شوې ده. وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: