سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / په غني خيلو کې د يوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

په غني خيلو کې د يوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

د ځایي خلکو په وینا تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په غني خيلو کې د ۲۹ ويالې په ساحه کې عمليات ترسره کړي. دوی وايي په عملياتو کې اووه کسان چې ولسي وګړي دي او له وسله والو سره کوم تړاو نه لري وژل شوي دي.

د غني خيلو یو تن اوسېدونکي اکبر وويل، افغان ځانګړو ځواکونو په دې عملیاتو کې د يوې کورنۍ ۷ غړي وژلي، هغه زياته کړه: (په وژل شوو کسانو سيد حکيم او د هغه درې زامن او يو کس ملا مادو په نوم دی او د نوموړي دوه لمسي هم وژل شوي دي.

اکبر وايي د دې پېښې نه وروسته عام وګړي سخت قهرېدلي او د مظاهرې په ډول د مارکوه بازار ته راوتلي دي: (( خلک وايي دوی حکومت سره په تېر ملاتړ هم پښېمانه دي او دا حالات داسې ويو نو خلک به د وسله والو سره غاړه شي)).

په تېرو کلونو کې هم ډېر کله په عملیاتو کې د بې ګناه ولسي وګړو مرګ ژوبلې او په دې اړه د چارواکو بې غورۍ ځوانان د وسله والو ليکو ته په وراوښتو مجبور کړي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *