شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / په قبايلو کې ځوانانو ته د سياسي زده کړو زمينه برابره شوې

په قبايلو کې ځوانانو ته د سياسي زده کړو زمينه برابره شوې

خيبر ايجنسۍ باړه کې ځوانانو ته سياسي روزنې ورکولو په غرض د يوه روزيز ورکشاپ تابيا شوې وه. په کوم ورکشاپ کې چې د تحصيل باړې سياسي پارټۍ پاکستان عوامي انقلابي ليګ کارکنانو او ځايي ځوانانو برخه اخيستې وه.

تيره ورځ دغه يو ورځنی ورکشاپ په ګورنمنټ ګرلز هائر سيکنډري ښوونځي کلنګه اکاخيل کې د رحمت ميموريل ټرسټ د سيوري لاندې جوړ شوی و.

په دې ورکشاپ کې د پارټۍ مشر عصمت الله آفريدي وويل، چې د بېرته ځای پر ځای کېدو نه وروسته قبايلي اولس ته د ژوند زياتې ستونزې رامخې ته شوې دي، نوموړي وويل د قبايلي ځوانانو په ارادو کې دا احساس کېږي چې دوی د اوسني حالت نه وتل غواړي.

په ورکشاپ کې هم په دې ښوونه ورکول شوې چې څنګه کېدای شي قبايلي ځوانان د سياسي روزنې نه وروسته د خپلو ورپېښو مسايلو د هواري لپاره ډګر ته راشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: