یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / قبايل / په قلم باندې قران کريم او پښتو ژباړې د ليکلو ستر کار ۳۷ کلونه وخت ونيو

په قلم باندې قران کريم او پښتو ژباړې د ليکلو ستر کار ۳۷ کلونه وخت ونيو

له ټولو هغو نوو بدلونونو سره سره چې د کتابي سلسلې د چاپ او خپرولو په بهير کې راغلي او د قلم په واسطه د ګوتو ليکلو فن ورسره کمزوری شوی، د چارسدې شپيته کلن فقير ګل کاکا په ښکلي ليکدود په قلم باندې سپېڅلی اسمانی کتاب (قران پاک) د پښتو ژباړې سره يو ځای ليکلی دی.

دا وخت چې د نوو بدلونونو سره د چاپ او خپرولو بهير په چټکۍ روان دی، نو د کمپيوټر او ټولنیزو رسنيو په پراختيا د قلم او ګوتو فن مخ په کمېدو دی. د کتاب سره بلدو خلکو به حواله دا اوس نه يوازې په ګوتو د ليکلو فن کمزوری شوی، بلکې د انترنیټ سره د کتاب په لوستلو او خپرولو کې هم د کمي احساس څرګند شوی دی.

فقير ګل کاکا په قلم باندې د قران مجيد په ليک او پښتو ترجمه کال نولس سوه دوه اوويا کې کار پيل  کړی و. هغه د اووه ديرش کاله ستړيا نه وروسته په دوه زره اولسم کال دغه ستر کار سر سرته ورسولو. هغه لکه ډېره يوه ستره هيله چې يې پوره شوې وي، د خوښۍ نه په ډکو الفاظو وويل:

(دا قرآن پاک ما په نولس سوه يو اويا کې شروع کړی و او د الله تعالی په فضل سره مې په کال دوه زره اووه لس کې سره د پښتو ترجمعې پوره کړ . دا د الله تعالی په ما ډير فضل او احسان دی او دا زما هيله وه چي زما د لاسو نه يو داسې کار وشي چې د قيامت ورځې ته مې يوه سرمايه وي)

د نوموړي لخوا په لاس سره ليکلي قران پاک کې عربي لپاره ثلث رسم الخط استعمال شوی، خو د پښتو ژباړې لپاره نسخ رسم الخط استعمال کړل شوی دی.

کمپيوتري ليک که څه هم ډير صفا او ښکلی وي او د وخت سپما هم پکې ډيره وي خو ولې دې سره د خطاطئ فن چې اوس هم مخ په کمېدو دی، له ورکېدو سره مخ کېدلی شي.

a5f0929b-ae03-4cb4-80c6-d67a6af7014a

د چارسدې خاورې سره تړلی شهزاد سيال يو ښه خطاط او د چاپ له کارونو سره بلد دی، هغه وايي دکمپيوټري ليک له عامېدو سره د خطاطئ فن زيات کم شوی دی او د دې به سبب دا فن اوس ډېر محدود شوی.

ځايي خلکو د فقيرګل د دې کارنامې ستاينه کړې ده، هغوی وايي قلم سره ليکلی دغه قران مجيد په لوستلو کې ښه واضحه او پښتو ترجمه يې هم روانه ده .

د ځايي خلکو په خبره فقير ګل کاکا وړاندې د پاکستان په پوځ کې و او کله چې د پوځي ليکو نه په کور کېناست د دې ستر کار ته ملا وتړله. خپله فقير ګل هم وايي چې دې کار سره د الله تعلی د رضا او مغفرت په تمه دی.

دې نه وړاندې هم قران کریم د لاس او ګوتو په واسطه ليکل شوی او زيات شمېر خلکو دغه سبېڅلي اسماني کتاب سره د مينې له امله خپل ورسره فن ته هم برکتونه بښلي. دا نېږدې موده وړاندې د افغانستان په کندهار ولايت کې یوې افغانې پېغلې قران پاک د لاسي کار په واسطه په خامک ليکلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *