جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په لغمان کې چاودنې ګڼ شمېر وسله وال وژلي

په لغمان کې چاودنې ګڼ شمېر وسله وال وژلي

په لغمان ولایت کې د وسله والو طالبانو په منځ کې یوه خونړی چاودنه شوې چې په ترڅ کې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندانی چارواکي وایي، پیښه د الينګار ولسوالی په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

چارواکي زیاتوي، چې پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې وسله والو طالبانو په دره سنګر سیمه کې د سړک د غاړې ماینونه خښول.

د چارواکو په وینا، په دغه چاودنه کې د وسله والو طالبانو یوه ځایي قوماندان په ګډون چې مولوي قسیم نومیده ګڼ وسله وال وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبان او نورو ډلو ته اړوند وسله وال اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار اخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثره عام وګړي وژل کیږي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: