شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / قبايل / په لندن کې له ټکسیانو د «خپلواک بلوچستان» شعار لېري کېږي

په لندن کې له ټکسیانو د «خپلواک بلوچستان» شعار لېري کېږي

 د لندن د ترانسپورت مسوولانو له ټکسیانو وغوښتل چې پر خپلو موټرو سیاسي اعلانونه ونه کړي. دا ګام تر هغې وروسته پورته کېږي چې پاکستانيو مقاماتو د لندن له چارواکو وغوښتل چې هلته دې هم د دوی ځمکنئ بشپړتيا ته پام شي او داسط خوځښتونو ته دې اجازه نه ورکوي، چې د پاکستان ځمکنۍ بشپړتيا ګواښي.

په همدې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د بریتانیا سفیراحضار کړ او ورته ویې وویل چې په لندن کې د یو شمېر ټکسیانو چلوونکو پر خپلو موټرو «خپلواک بلوچستان» لیکلی دی.

د پاکستان د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، په بریتانیا کې د پاکستان سفارت هم دا موضوع د لندن د ترانسپورت له ادارې سره شریکه کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تسنیم جنجوعه د بریتانیا سفیر ته ویلي چې په لندن کې پر ټکسیانو د ازاد بلوچستان شعار د پاکستان پر مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت حمله ده.

په بریتانیا کې د پاکستان سفیر سید ابنا عباس د لندن د ترانسپورتي ادارې له چارواکو سره په کتنه کې په دې اعتراض وکړ چې پر ټکسیانو «خپلواک بلوچستان« لیکل شوی دی.

دې ادارې څو ټکسي موټرونه وموندل چې «خپلواک بلوچستان» پرې لیکلی و.

دا اداره وايي چې پر ټکسیانو یوازې تجارتي اعلانونو ته اجازه ورکول کېږي، سیاسي شعارونه د دوی د مقرراتو خلاف دي او له ټکسیانو به دا شعار پاک کړل شي.

پاکستان تریبیون وايي چې په لندن کې دا کمپاین د نړۍ د بلوڅانو تنظیم په نوم د یوې ټولنې له لوري پیل شوی دی.

خو سياسي فعالين وايي هغه قومونه چې د ازادۍ په لټه کې وي او په دې لاره کې د سرونو او مالونو امتحان په مخکې وي هغوی په هر ځای کې او په هر حال د خپلې ازادۍ نارې پورته کولای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: