دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په لوګر کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴ تنه وسله والو طالبانو وژل شوي او څلور نور ژوندي نیول شوي.

په لوګر کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴ تنه وسله والو طالبانو وژل شوي او څلور نور ژوندي نیول شوي.

د دغه ولایت  امنیې قومانداني وايي تېره شپه ۰۱ ځانګړي ځواک  د برکي برک ولسوالۍ د تګاب په سیمه کې هوايي او ځمکني عملیات کړي چې په پایله کې يې دوه تنه وسله والو وژل شوي او د یادې ډلې څلور نور جنګیالي د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا دغه راز د مرکز اړوند په پورک سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري دوه تنه وسله وال هم د نښتې په پایله کې وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د لوګر په محمد اغی ولسوالۍ کې د خیبر په نامه چاڼیز عملیات روان دي چې تر دا دمه یو شمېر کلي د وسله والو له شتون پاکې شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: