جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په لوګر کې ګڼ شمېر چیچنیان دوسلو سره نیول شوي دي

په لوګر کې ګڼ شمېر چیچنیان دوسلو سره نیول شوي دي

دافغانستان په لوګر ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي ګڼ شمېر وسله وال چې د چیچین اتباع دي، د امنیتي ځواکونو له خوا د عملیاتو پر مهال نیول شوي. د لوګر د ولایت مقام په وینا، تیره ورځ د مازدیګر په وخت د لوګر د ازرې ولسوالۍ د کوزې چوترې په سیمه کې د افغان ځواکونو لخوا یوولس بهرني اتباع (چیچنیان)چې پکې سړي، ښځې او ماشومان شامل دي د دوه میله راکټونو، دوه میله کلاشینکوف، یوعراده موټر سایکل او یو ډادسن موټر سره یوځای نیول شوی دي. سرچینه زیاتوي، چې د سیمې څخه د معلوماتو په اساس چې یاد کسان د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو او حصارک ولسوالۍ څخه راروان و چې د افغان ځواکونو لخوا کشف او یوولس واړه ونیول شو. د ځایي چارواکو په وینا، یاد ټول بهرني اتباع (چیچنیان) اوس د افعان ځواکونو سره دي. د یادونې ده چې څو میاشتې وړاندې هم د افغان ځواکونو لخوا په څرخ ولسوالۍ کې په یولړ عملیاتو کې اته بهرني اتباع (چیچنیان) وژل شوي وو. تر اوسه معلومه نه ده چې دغه وسله والو له کوم ډلې سره تړاو درلود. تر اوسه دولت ضد کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *