دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په لښکرګاه کې پر امنيتي پوستو دطالبانو حمله ناکامه شوې

په لښکرګاه کې پر امنيتي پوستو دطالبانو حمله ناکامه شوې

 دافغانستان د هلمند ولایتي اداره وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د لشکرګاه ښار پر ځنډو زوروره حمله وکړه خو د امنیتي ځواکونو له لوري ناکامه شوه. ویل شوي چې په دې نښته کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې اوښتي خو دقیق شمېر یې تر دې دمه معلوم نه دی.

د هلمند امنیه قوماندان غفار ساپي خبریالانو ته وویل، تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د لشکرګاه د اتمې حوزې په قلعه سنګ او صافیانو کې د پولیسو پر پوستو حملې وکړې چې په نتیجه کې یې دوه پولیس مړه او ۳ نور ژوبل شول.

خو ځينې راپورونه وايي چې په دې برید کې لږترلږه ۱۰ پولیس وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.

خو دهلمند امنيه قوماندان غفار ساپی وايي په دې برید کې تر ۱۰ زیات طالبان وژل شوي دي.

دا حملې په داسې حال کې شوي چې به وروستیو ورځو کې افغان کوماندو ځواکونو او د امریکا هوايي قوې د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر مرکزونو بریدونه زیات کړي او د مخدرو موادو ځینې لابراتوارونه یې ورویجاړ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: