یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / قبايل / په مردان کې ديوې پوستې دلسو پوليسو دندې ځنډول شوي

په مردان کې ديوې پوستې دلسو پوليسو دندې ځنډول شوي

د مردان سيمې دپولیسو مشر د لوند خوړ اړوند يوې چوکۍ د مسوول په ګډون د نهو په شمېر کې پوليس کارکوونکو دندې ځنډولې دي.

د پوليسو د دغې پوستې په حدودو کې دوه ورځې وړاندې ناڅرګنده وسله والو کسانو په څوکۍ ولاړ دوه پوليس کارکوونکي په ډزو سره وژلي وو.

د پولیسو د وياند په حواله د يادې پوستې مشر او نهه کسه بوليس په سيمه کې د مخدره موادو دکاروبار په مخنيوي کې د پاتې راتلو له امله له دندو لرې کړل شوي دي.

په دې کسانو کې چې دندې يې ځندول شوي، د پوستې مشر ادریس خان، حوالداران سعید الله او اکبر حسین او نور شپږ سپایان شامل دي. وياند زیاتوي چې له دندو ځنډول شوو بوليسو په اړه نور تحقيقات شروع شوي دي.

د يادولو ده چې د يادې پوستې په حدودو کې د وژل شوو پوليسو په اړه ويل شوي وو، چې بريد د مخدره موادو له کاروبار سره تړلو کسانو کړی و.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: