جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / قبايل / په مهمندو ایجنسۍ کې په تازه نښتوکې پاکستانې ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

په مهمندو ایجنسۍ کې په تازه نښتوکې پاکستانې ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

د (جماعت الاحرار) تندرویه ډلې (ټرایبل نیوز) ته په راستول شوي بریښنالیک کې پاکستانی ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلی اړولو ادعا کړي د یادی ډلی ویاند اسد منصور وایې چې ددوی ډلې نن سهار د مهمند ایجنسۍ د بایزو تحصیل په میټۍ سیمه کې د پاکستانی ځواکونو پرپوستو بریدونه کړي چی پاکستانی ځواکونوته یې مرګ ژوبله اړولی او ددې ترڅنګ یې هغه ټانک هم په بشپړ ډول ویجاړ کړی چې پاکستانی ځواکونو د خپلو پوستو مخې ته د ډال په څېر درولی وو چې وخت پر وخت به یې پرې د ولسي وګړو کورونه په نښه کول

د یادولو وړ ده چې څو ورځی وړاندي هم د مهمندو،خیبرایجنسۍ او خوا او شا سرحدی سیمو کې هم یادی ډلی پر پاکستانی ځواکونو ګڼ شمیر بریدونه تر سره کړی وو چې په پایله کې یې پاکستانی ځواکونوته مرګ ژوبله اړولی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: