شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / په مومندو کې د بنديزونو له امله بازارونه تړل شوي

په مومندو کې د بنديزونو له امله بازارونه تړل شوي

د ځایي خلکو د معلوماتو له مخې د مومند ايجنسئ صافي تحصيل قنداري سيمه کې له تېرې ورځې راهسې بنديزونه لګول شوي، چې له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

نظامي چارواکي وایي دا بنديزونه به د راتلوونکو درې ورځو پورې لګېدلي وي او په دې موده کې به په سيمه کې ټول کاروپار او بازارونه بند وي. دغه ډول به دخلکو په تلو راتلو هم بنديز لګېدلی وي.

د پاکستاني پوځ ادراې خبرداری ورکړی چې همدا نن پنځه نيمو بجو نه وروسته به خويزي بايزی کې هم ورته بنديزونه لګول کېږي او په تګ راتګ به بنديزونه لګېږي.

چارواکي وایي دغلته یې نوي بنديزونه به سيمه کې د امن ساتلو په موخه لګولي او له دې امله يې لګولي چې له څه مودې راهېسې دغلته د امن د خرابولو کوشش کېږي.

ځايي خلک وايي د چارواکو د دې کار سره هلته به خلکو کې وېره خپره شوې او د کاروبار بازارونه ورسره تړل شوي، چې له امله يې دوی ته ډېرې اندېښنې ورلوېدلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *