دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په میوند کې د افغان ځواکونو پر قرارګاه ډله ییز برید شوی

په میوند کې د افغان ځواکونو پر قرارګاه ډله ییز برید شوی

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه قرارګاه ولسوال ډله ییز برید شوی دی.

برید د اکټوبر په ۱۸مه د شپې مهال ناوخته تر سره شوی دی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، لومړی د قرارګاه دروازې مخې ته موټر بم چاودنه شوې او بیا ځانمرګي وسله وال قرارګاه ته ننوتلي دي.

تر اوسه د جګړې او بريدونو له امله دواړو خواوو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه دقيق معلومات نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنيو ته په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر قرارګاه برید منلی، خو په اړه یې نور معلومات نه دي ور کړي.

وسله والو طالبانو د برید پړه منلې او د ګڼو افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې ادعا یې کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *