پنجشنبه , نوومبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په ننګرهار کې داخلي بې ځايه شوو کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

په ننګرهار کې داخلي بې ځايه شوو کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

په ننګرهار کې له يو سلو دري اويا داخلي بې ځايه شوو کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. د دې ولايت د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي وويل: د خوږياڼو ولسوالۍ بې ځايه شوو کورنيو سروې يې د مرستې ترسره کېدو په موخه پيل کړې، چې تر دې وخته يې ۶۲۶ کورنيو ته د مرستې لاس ور کړی. فقيرزي وويل: نن يې له درې اويا کورنيو سره د ماشوم ساتنې نړيوالې ادارې په مالي مرسته هرې کورنۍته د ژمنيو توکو ترڅنګ دولس زره افغانۍ نغدي مرسته ترسره کړه او په همدې ورځ يې په کږې بازار سيمه کې هم له سلو کورنيو سره د خوراک نړيوالې ادارې په همکارۍ د خوراکي توکو مرسته وکړه. په همدې حال کې د ولايتي شورا غړي محمداجمل عمر د ترسره کړو مرستو له امله مننه وکړه،خو مرستې يې د اړتيا پر وړاندې کمې وبللې. ده د راکډه شوو کورنيو سره د مرستو پر زياتوالي ټينګار وکړ او له مرستندويه ادارو يې وغوښتل چې پاتې کورنيو ته هم مرستې ورسوي. د کډوالو چارو رياست د مسؤلينو په وينا تر دې وخته له خوږياڼو ولسوالۍ دوه زره کورنۍ راکډه شوي چې شمېر يې په زياتېدو دی. د دغه رياست مسؤلين زياتوي له يادې شمېرې يې نهه سوه شپږ کورنۍ سروې کړې او د پاتې سروې روانه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: