شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / په ننګرهار کې داعش ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

په ننګرهار کې داعش ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

دافغانستان په ننګرهار کې د ملي اردو چارواکي وايي، خوږياڼو ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو له لوري د پيل شويو عملياتو پرمهال ۵۶ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو تر اوسه دغې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه عمليات شاوخوا څلور ورځې وړاندې د ملي اردو په مشرۍ د ملي، سرحدي، عامه نظم او محلي پوليسو له خوا د کومانډو ځواکونو په همکارۍ پيل شوي چې لا هم روان دي. عمليات اوس د دغې ولسوالۍ په پيره خېلو سيمه کې دي؛ خو امنيتي منسوبين وايي، د وسله والو له لوري د ماينونو ځای پرځای کېدل او د نښان ويشتونکو وسله والو موجوديت يې د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ دی.

د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېدونکي سرتېري وايي، داعش ډلې ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې، ګڼې سيمې يې ترې پاکې کړي او نږدې ده چې د وزيرو تنګي ته ورسېږي. د وزيرو تنګی هغه سيمه ده، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې په کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښتې پيل شوې او له امله يې زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين چې د دغو عملياتو قومانده يې تر غاړې ده، وايي، د عملياتو په تېره څلور ورځنۍ دوره کې يې ۲۶ داعش وسله وال وژلي او ۳۰ نور يې ټپيان کړي دي. د نوموړي په وينا، عمليات په برياليتوب مخه ته روان دي؛ خو لا هم د داعش ډلې له خوا په سيمه کې د ماينونو ځای پرځای کېدو او د نښان ويشتونکو وسله والو خطرونه سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *