سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په ننګرهار کې دشاتو مچيو روزونکو ته دزده کړې پروګرام سربیره دمچیو دروزلو معیاري صندقونه ورکړل شول.

په ننګرهار کې دشاتو مچيو روزونکو ته دزده کړې پروګرام سربیره دمچیو دروزلو معیاري صندقونه ورکړل شول.

یاد پروګرام دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د EU FARM (کرنې اوکلیوالي پراختیا پروګرام) له لورې دننګرهار دشاتو مچیو دروزونکو اتحادیي په انګړکې جوړشوی وو ، چې په ترڅ کې ۵۰ تنو شاتومچیو روزونکو ته دننګرهارپوهنتون وترنرې پوهنځي استاد له لورې فني او تخنیکي زده کړې ورکړل شوی.
د روزنېز پروګرام په پای کې دننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس پوهنمل رفیع الله رحیمزي دشاتو مچیو دروزنې په صنعت هراړخیزه رڼا واچوله او هم دنوموړې صنعت دپراختیا لپاره خپل پلانونه او پروګرامونه شریک کړل او د وړاندې شوو غوښتنو په اړه یي دمرستې ډاډ څرګند کړ.

په دې پروګرام کې دشاتو دمعیاري پروسس له دستګاه څخه هم لیدنه وشوه چې دمسول له لورې په اړه معلومات هراړ خیزه معلومات ورکړل شول.

دپروګرام په پای کې د EU FARM پروژې په مالي مرسته یو شمیر دشاتومچیو د روزلو معیاري صندقونه په وړیاتوګه دپروګرام په ګډونوالو وویشل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: