شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په ننګرهار کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ تازه نښتې

په ننګرهار کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ تازه نښتې

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي په سیمه کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د داعش او وسله والو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي،چې په ترڅ کې ۶ داعش وسله وال او ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې همدا راز داعشیانو په یاده سیمه کې ۴ ملکي وګړي هم شهیدان کړي او دوه نور یې ټپیان کړي دي .

د دولت ضد کومې وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده څو ورځې مخکې په سویل هلمند ولایت کې د خپل سفر پر مهال پر وسله والو طالبانو داعش ډلې سره د جګړې نه کولو امر کړی و.

د طالبانو مشر ویلي و، چې په افغانستان کې د طالبانو او د داعشیانو د هڅو موخه له یو بل سره سمون خوري او له دې امله د دواړو غاړو ترمنځ باید اوربند ټینګ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: