چهارشنبه , مارچ 3 2021
کور / خبرونه / په ننګرهار کې د غيږ نيونې سيالۍ پيل شوې

په ننګرهار کې د غيږ نيونې سيالۍ پيل شوې

دغه سيالۍ، چې د ننګرهار د بدني روزنې امريت اړوند پهلوانۍ فدارسيون لخوا د فوټبال په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې، پنځه ورځې به دوام وکړ، د بدني روزنې امريت فني مرستيال طفيل احمد اختري  وايي دغه سيالۍ د ځوانانو او لويانو په برخو کې ترسره کيږي، چې د ښار په ګډون د ولسواليو يو سلو اتيا تنه ورزش کاران پکې برخه لري. اختري زياته کړه د يادو سياليو موخه د دې ولايت د پهلوانۍ منتخبې لوبډلې ته ۳۰غوره لوبغاړو پيژندل او ورزش ته د ځوانانو هڅونه ده.

په ورته وخت کې د کيو کيشن کان کراټې ملي لوبډ‌لې دوه تنه لوبغاړي داود او سليمان په اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه نن له ننګرهاره کابل ته رسېدلي، مسئولين وايي، چې دغه سيالۍ به د جمعې په ورځ د هندوستان په کوربه توب د دوه پنځوس اسيايي هېوادونو په ګډون ترسره شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *