شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په ننګرهار کې وسلې نيول شوي

په ننګرهار کې وسلې نيول شوي

دننګرهارولایت امنیه قوماندانی اړوند پولیسوروداتواو مهمندری ولسوالیوپه مربوطاتو کی دوسله والو مخالفینوسره دنښتی په ترڅ کی څلورو کسو وسله والو نیولو تر څنګ لس میله بیلابیل ډول تفنګچی کشف او ترلاسه کړي دي . په دې اړه ننګرهار امنیه قوماندانی مطبوعاتی دفتر مسول سمونمل حضرت حسین(مشرقیوال)وویل تیره ورځ دروداتو ولسوالی امنیه قوماندانی پولیسودکان قطرغی په سیمه کی دمخکنی اطلاع اوګزمی پرمهال دوسله والومخالفینو سره نښته کړې، چې څوساعته دوام یې کړی دی. په نښته کې ددوو ټپیانو په ګډون څلورتنه وسله وال مخالفین محمد اختر،عبدالغفار، هدایت الله او نبی جان ژوندی نيول شوي او ټپیان دپولیسو له لوری دتداوی په موخه ننګرهار روغتون ته لیږدول شوي دي. په دې نښته کې یو میل کلاشنکوف او یوعراده کرولا موټردیاد محل پولیسو لاس ته ورغلی.

دیادونی وړ ده چی دننګرهار امنیه قوماندانی پولیسو په تیره یو اونی کی شپاړلس تنه وسله وال مخالفین نیولی وچی دقانونی مراحلو په موخه یی عدلی او قضایی ادارو ته سپارلی. دیوبل خبرله مخی تیره شپه ننګرهارامنیه قوماندانی دترهګری پر وړاندی دمبارزی مدیریت او دمهمندری ولسوالی پولیسو دځانګړو عملیاتو پرمهال دمهمندری ولسوالی اړوند دغوړه ګی په ساحه کی په یو عراده کرولا موټر کی لس میله بیلابیل ډول تفنګچی (۹۵۰) فیره دتفنګچومرمی او(۱۸) عدد دتفنګچو شاجورونه کشف او پلاس راوړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: