یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / قبايل / په ننګرهار کې پاکستاني پوځيان له نامنلې کرښې اوښتي

په ننګرهار کې پاکستاني پوځيان له نامنلې کرښې اوښتي

د افغانستان د ننګرهار ولایتي شورا رییس وایي، پاکستاني ځواکونه د دې ولایت په سرحدي ولسوالیو کې له نامنلې کرښې را وړاندې شوي دي. نوموړی وايي دور بابا، مهمنددره او لعلپوره د ننګرهار هغه ولسوالۍ دي، چې پاکستاني ځواکونه په کې له کرښې را اوړېدلي دي.

پاکستاني پوځونه په داسې حال کې چې د نامنلې پولې له زړو بریدونو هم وړاندې راغلي، په ازغنو سيمونو غځولو يې پيل کړی دی.

د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمدعلي حضرت ویلي، که افغان حکومت د دغه ډول خپلسریو مخه ونه نیسي ځایي خلک به لاس په کار شي او پاکستاني ځواکونو ته به په نامنلې کرښې د وړاندې راتلو ځواب ووايي.

د دې ولایت د ولایتي شورا بل غړی جاوید زمان غمشریک هم له افغان حکومته غواړي، چې د پاکستاني ځواکونو د لاس وهنې مخه ونیسي. خو د ننګرهار د والي ویاند عطاوالله خوګیاڼی د احمد علي حضرت دغه څرګندونې ردوي، چې ګواکي پاکستاني ځواکونه له کرښې دېخوا راغلي دي.

دا په اسې حال کې ده چې پاکستان هره ورځ لسګونه توغندي د کونړ او ننګرهار په سرحدي ولسوالیو توغوي، خو افغان حکومت یې تر اوسه پر وړاندې کوم ګام نه دی پورته کړی. خلک وايي د ننګرهار او کونړ په سرحدي ولسواليو کې چې د پاکستاني توپونو له امله ځايي خلک خپل کلي پرېږدي او وروسته د توپونو په مرسته پاکستاني پوځونه په ناملې کرښه له زړو بريدونو راوړاندې کېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *