د باجوړ ایجنسي په نواپاس کې د پاکستاني پوځ پر پوستو د توندروه ډلې جماعت الاحرار لخوا د سپکو او درندو وسلو بريدونه شوي.
په دې بريدونو کې پاکستانی پوځ ته د پراخو مالي او ځاني زيانونه ور اوښتو دعوه شوې ده.
د جماعت الاحرار ډلې وياند اسد منصور(ټرایبل نیوز) ته په راستول شوی خبر پاڼه کې وايې وسله والو يې د جمعې په ورځ د پاکستاني پوځ پوستې د اوږدې شېبې لپاره ترسختو بريدونو لاندې نيولې وې.
د جماعت الاحرار وسله والو وړمه ورځ هم په قبايلي سيمو کې د پاکستاني پوځ پر پوستو بريدونه ترسره کړي وو، چې په پايله کې يې د پاکستاني پوځ ګڼ شمېر فوځيانو ته پر مرګ ژوبلې اوښتو سربېره يوه اندازه وسلې هم د يادو وسله والو لاس ته ورغلې وې.
د جماعت الاحرار توندروه ډلې وسله وال له پخوا راهېسې په قبايلو سيمو کې فعاليت کوي او وخت ناوخت پر پاکستانيو پوستو بريدونه ترسره کوي.