په نوي ډهلي کې د افغانستان- هند د سوداګرۍ او پانګونې ستر نندارتون جوړېږي. د هندي رسنیو د راپور له مخې دغه نندارتون د سپټمبر په ۲۷مه جوړېږي او څلور ورځې به دوام کوي. په نندارتون کې به د افغانستان او هندوستان سوداګر او پانګوال برخه اخلي همدا راز به د نړۍ له ګوټ ګوټ مشهور سوداګر هم ورته راځي. د رسنیو د راپور له مخې هند وروسته تر دې دا کار کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هند غوښتنه وکړه، چې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې همکارۍ ډېرې کړي. د هندي چارواکو په وینا موخه یې دا ده، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره پانګوال وهڅوي او همدا راز سوداګر دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې د صادراتو او وارداتو فرصتونو ته متوجه شي. هېره دې نه وي، چې یو اس ای آی ډي ددغه نندارتون مالي ملاتړ کوي.
you can sight a predictive drayman of buy generic cialis australia Posted at 2020.07.20 1:44:56 by
Crcpwg uqapyq cialis best price To compliment your dominating iscariot consortium