جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په هرات کې د طالبانو پر يوه لويه غونډه خونړی برید

په هرات کې د طالبانو پر يوه لويه غونډه خونړی برید

په لویدیځ هرات ولایت کې سیمه ییز حکومتي چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو پر یوه ۳۰۰ کسیزه غونډه د هوایي برید په ترڅ کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هرات ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه هوایي برید تیره ورځ په دره تخت سیمه کې ترسره شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، پر وسله والو طالبانو هوایي بريد وروسته له هغه ترسره شو چې امنیتي او حکومتي بنسټونو د طالبانو دیوې لویې غوڼدې په اړه معلومات ترلاسه کړل.

د ولایت مقام په وینا، په دغه غونډه کې کابو ۳۰۰ وسله والو طالبانو ګډون کړي و . د برید په ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د کره شمېر په اړه تر اوسه معلومات په لاس کې نشته.

د هرات ولایت مقام په همدې حال کې وایي، چې دغه هوایي برید د افغان هوایي ځواکونو له خوا ترسره شوی دی.

د دولت ضد کومې وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دې وړاندې وسله والو په پکتيا، کندهار او غزني ولايتونو کې افغان ځواکونو باندې مرګوني بريدونه ترسره کړل. د معلوماتو له مخې د هغو بريدونو نه وروسته دا لومړی لوی بريد دی چې د افغان هوايي ځواک له اړخه دوسله والو طالبانو پر يوه ۳۰۰ کسيزه غونډه کېږي.

اکرام الله ساپی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: