سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / په هندوستان کې د ننګرهار اړوند مامورینو ته لنډ مهالې روزنیز پروګرامونه جوړیږي.

په هندوستان کې د ننګرهار اړوند مامورینو ته لنډ مهالې روزنیز پروګرامونه جوړیږي.

۱۳۹۶/۷/۳۰
په هندوستان کې د ننګرهار اړوند مامورینو ته لنډ مهالې روزنیز پروګرامونه جوړیږي.
په ننګرهار ولایت کې د هندوستان هېواد نوی قونسل راج کمار وایي،د دې ولایت د بېلابېلو حکومتي ادارو مامورینو ته به په هندوستان کې په تخنیکي برخه کې لنډ مهالې روزنیز پروګرامونه جوړ کړي .
د هندوستان هېواد نوي قونسل یادې څرګندونې د تلې په ۳۰مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د خپلې لومړنۍ کارې لیدنې پر مهال وکړې .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خبرو پر مهال په دې ولایت کې د هندوستان هېواد نوي قونسل ته د دندې پیل کولو له امله مبارکي ورکړه او پر دیپلوماتیکې همکارۍ او همغږۍ یې ټینګار وکړ.
نوموړي د هندوستان هېواد لخوا د دې ولایت سره ترسره شوې مرستې وستایلې او د نوي قونسل څخه یې هیله وکړه،چې د دوست هېواد د یادو مرستو پر دوام به د ولایت مقام سره همکاري وکړي .
په ننګرهار کې د هندوستان هيواد نوي ټاکل شوي قونسل راج کمار وویل، د ولایت مقام سره به په ټولو سیاسي او نورو برخو کې همکار او همغږي ووسي .
نوموړی همدا راز ژمنه وکړه ، چې د دولتي مامورينو لپاره به په تخنيکي برخه کې د لنډ مهاله زده کړو په موخه سکالرشيپونه ورکړي ، چې د دې زده کړو پرمهال به یې ټول لګښت د هندوستان هېواد لخوا ورکړل شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: