دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په هوايي بريدونو کې ۱۱ داعش جنګيالي او دوه اسونه وژل شوي

په هوايي بريدونو کې ۱۱ داعش جنګيالي او دوه اسونه وژل شوي

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د اسلامي دولت نومې ډلې ۱۱ وسله وال وژل شوي. په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، تېره ورځ د ده بالا ولسوالی اړوند د کڅ په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو د هوایي بریدونو په ترڅ کې د داعش درې غړي او دوه اسونه وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د اسلامي نومې ډلې په وسله والو هوایي بریدونه هغه مهال ترسره شوې چې وسله والو غوښتل د اسونو په وسیله وسلې قاچاق کړي. د ننګرهار ولایت مقام هم په یوه بیان کې لیکلي « ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په کڅ سیمه کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې چې د داعش وسله والو پر یو پټنځای ترسره شو، په ترڅ کې درې داعش وسله وال وژل شوي او د دوی دوه اسونه،چې وسلې او مهمات یې پرې لیږدول،هم لمنځه تللي دي .»
په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي، چې د پنجشنبې په ورځ د ده بالا په ولسوالی کې د هوایي برید په ترڅ کې د داعش اته غړي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري او له څه مودې راهېسې پکې د اورپکو پر ضد پر هوايي بمباريو ځمکني عملیات هم روان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *