شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / قبايل / پاکستان کې د بشري حقونو غږ پورته کوونکي خپله خوندي نه دي
Pakistani human rights activists rally against disappearance of people on the International Day of the Victims of Enforced Disappearance in Lahore, Pakistan, Tuesday, Aug. 30, 2016. (AP Photo/K.M. Chaudary)

پاکستان کې د بشري حقونو غږ پورته کوونکي خپله خوندي نه دي

پاکستان کې د بشري حقونو فعالان وايي په دغه هېواد کې د بشري حقونو د خراب حالت اندازه له دې کېږي چې د بشري حقونو لپاره غږ پورته کوونکي په خپله هم خوندي نه دي.

پاکستان کې د بشري حقونو د کمېسون د سندـ څانګې مشر اسداقبال بټ وايي، “دلته د بشري حقونو لپاره غږ پورته کوونکي فعالان او د بشري حقونو په مسلو خبر ورکوونکي خبريالان په خپله له ګواښونو سره مخ دي او بې درکه کيږي، نو د عام وګړي اندازه دې د دې نه ولګول شي چې حقونه به يې څومره خوندي وي؟”.

نوموړي وويل “دلته پوځي او استخباراتي ادارې خلک اوچتوي، ځينې پکې ووژل شي او ځينې بيا څو څو مياشتې پس خوشي کړی شي، بيا د هيواد عدالتونه هم دغه پوښتنې نه کوي چې دا خلک چرته او ولې بې درکه کړی شوي وو؟”.

نن پاکستان کې هم د ګردې نړۍ په څېر د بشري حقونو ورځ نمانځل کيږي چې موضوع يې ده د بشري حقونو لپاره ودرېږئ، سږ کال د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې منظورېدو ۷۰ کاله پوره شو.

خو پاکستان کې فعالان وايي د دغه هېواد په قانون کې هر چاته د بنيادي حقونو ورکولو ژمنه شوې ده خو دلته ټولې پرېکړې زورور قوتونه کوي يا په زوره کولی شي.

د بشري حقونو بل فعال سرور باري وايي “دلته د قانون په اساس پرېکړې نه کیږي او که د چا سره په لاس کې لږ قوت وي، لس تنه سړک ته راوستی شي يا ټوپک راخستی شي نو د هغو پر وړاندې بيا رياست لاسونه اوچت کړي ولاړ وي”.

نوموړی وايي پاکستان کې چې “د پوځ او ملا ترمنځ کومه جوړه ده او دلته هر څه روان دي، په دې کې امريکا او لويديځ هم رول لوبولی دی او افغانستان کې چې د جهاد په نوم څه شوي وو دا نن د هغې پايلي دي”.

د سرور باري په وېنا دلته د اوږدې مودې پورې رياست مذهب يا مذهبي ډلې د خپلې بهرنۍ پاليسۍ لپاره کارولی دی.

پاکستان کې د بشري حقونو فعالان وايي دلته حکومت ادعاوې خو کوي چې د بشري حقونو د خوندي ساتلو ترڅنګ هر چا ته د اظهار رای ازادي ترلاسه ده او د ملک د ټولو وګړو سره يو شان چلند کيږي.

خو فعالان نيوکې کوي چې دلته تش په نوم ادعاوې کيږي او چا سره هم په ملک کې د موجود قوانينو ترمخه چلن نه کيږي.

د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن په خپل پېغام کې ويلي چې حکومت يې د بشري حقونو د ساتنې او ودې لپاره ژمن دی او د ملک د هر وګړي د ازادۍ او احترام لپاره هڅې دوامداره ساتي.

فعالان وايي پاکستاني چارواکي د نورو هېوادونو لپاره غږ پورته کوي خو په خپل ملک کې دننه د حقونو په سرغړونو سترګې پټوي.

بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوېه پلاوي د افغانستان هرکلی کړی چې د بشري حقونو او بنيادي ازادیو د ساتنې په برخه کې ژمن دی.

د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېکتر استازي په کابل کې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت راجوړې غونډې ته په په وېنا کې د افغانستان حکومت ته مبارکي ویلې چې د بشري حقونو د شورا غړيتوب يې ترلاسه کړی دی.

نوموړي ويلي افغانستان کې بشري حقونه اوس هم د ډېری ننګونو سره مخ دي خو ملګري ملتونه ژمن دي چې په دغه لړ کې د افغان حکومت او اړونده ټولو ادارو سره په ګډه کار وکړي او په دغه برخه کې بريا ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: