سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / په پاکستان کې د ښځينه ويښتو بازار ولې تود دی؟

په پاکستان کې د ښځينه ويښتو بازار ولې تود دی؟

له څه مودې راهېسې د افغانستان په کليو او بانډو کې داسې کسان ګرځي، چې د مېرمنو او نجونو له کمڅيو وتلي ويښتان اخلي. دوی هغه ښځینه ويښتان اخلي، چې د ږمونځولو پر وخت د ږمونځې سره د نجونو او مېرمنو له سرونو وځي. ځايي خلک وايي د ږمونځولو پر وخت د نجونو او مېرمنو له سرونو وتلي ويښتان په ډېرو کورنيو کې د ماشومانو لخوا ساتل کېږي او بيا يې هغه کسان اخلي چې کور په کور په همدې ويښتانو پسې ګرځي.

د جاويد په نوم د ننګرهار یو اوسېدونکي ټرايبل نيوز ته وويل، د ویښتانو اخيستونکي ماشومانو ته د ویښتو په بدل کې پاکستاني بې کيفيته او ارزانبيه خوراکي توکي ورکوي: (( ویښتان د پاپړو، چڼه چولو، ژاولو او يو ډول بدبويه پوکاڼيو په بدل کې اخلي)).

د جاويد په خبره په زيات شمېر کلیو او بانډو کې د ښځینه ويښتانو اخیستونکي کسان د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي: (( په لرو پرتو کليو کې دغه کسان د خلکو له وهلو او رټلو سره ځکه مخ شوي، چې خلک دا يو ناوړه کاروبار ګني)).

تر دې وړاندې چې د مېرمنو او نجونو د وتلو ويښتانو بازار دومره ګرم نه و، مېرمنو او نجونو به د پرېمنځلو او ږمونځولو پر مهال خپل وتلي ویښتان له دې امله د زړو ديوالونو په چاودنو کې ايښودل چې د خپل بدن برخه به يې ګڼله او په هر ځای کې يې له غورځولو ډډه کوله.

مګر د هند تر واک لاندې کشمير کې بيا د مېرمنو او نجونو د کمڅيو په ويښتانو پسې یوه نوې مخپتې ډله دشپې لخوا به کورونو اوړي او هڅه کوي د نجونو او مېرمنو کمڅۍ غوڅې کړي، خو دغه نوې مخپتې ډله د نجونو او مېرمنو غوڅې شوې کمڅۍ چرته وړي نه او له غوڅولو وروسته يې پر ځای پرېږدي.

د خبرونو له مخې د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې پولیسو پدې تیره یوه میاشت کې سل داسې قضیې ثبت کړي چې د سړیو یوه ډله چې مخونه یې پټ دي د خلکو کورونو ته ننوتي او د هغوي د ویښتو چوټیانې یې پرې کړیدي.

دې کار پولیس هم اندیښمن کړي. پولیسو په لومړي سر کې فکر کاوه چې د سیمې میرمنې وهم اخیستي خو اوس وایي که هر چا ورته داسې معلومات ورکړل چې له مخې یې دغه ډله ونیول شي، ۹ زره امریکایي ډالر انعام ورکوي.‌

په سلګونو ځوانان چې چاقوان، د کرکټ بیټونه او د اوسپنې میلي ورسره دي اوس لګیا دي د شپې لخوا د کلي په لارو کوڅو کې ګرځي او د خپل چم ګاونډ امنیت ساتي.

د هند تر کنترول لاندې د کشمیر اعلی وزیرې محبوبه مفتي ویلي دي چې د کمڅیو پرې کول پدې ایالت کې د “میرمنو د حیثیت د کمزوري کولو هڅه ده او د وحشت پیدا کول دي. “

څلویښت کلنې تسلیمې بلال چې تیره اوونۍ یې کمڅۍ پرې شوي، رسنيو ته ويلي: ” حمله کوونکی لکه د پوځ کومانډو په شان قوي و” نوموړې وويل غوښتل يې چې د مخ نه یې ماسک لیرې کړي خو زور يې پرې ونه رسیده. هغې وویل حمله کوونکي یې ویښته پرې کړل، خو د ځان سره د وړلو پر ځای يې ځای پر ځای پرېښودل.

میرمن تسلیمه وایي چې په هغې د حملې نه څو ورځې وروسته یو څو کسانو د هغې وریره لومړی په ورمیږ کې په خښتې ووهله او بیا یې ترې ویښته قیچي کړل. ځینو نورو میرمنو بیا ویلي دي چې د حمله کوونکو سره یو ډول بې هوښه کوونکي درمل دي چې تر بې هوښه کیدو وروسته د میرمنو ویښته قیچي کوي.

که څه هم د هند تر کنترو لاندې کشمیر کې بیلتون غوښتونکي شک کوي چې پدې کار کې ګاونډي استخبارات لاس لري، خو په سیمه کې د پولیسو مشر جنرال منیر ا حمد خان ویلي دي چې اوس په دې اړه پرېکړه کول د وخت نه وړاندې خبره ده.

ياده دې وي چې یو مهال د ویښتانو په څېر هډوکو هم ګرم بازار درلود او په دې تود بازار کې د پاکستانيو کباړيانو په خبره ان د انسانانو هډوکي هم د پاکستان تر کباړخانو پورې ورسېدلي وو.

اکرام الله ساپی

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: