چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې زنداني هندي جاسوس خپلې مور او مېرمن سره ليدلي

پاکستان کې زنداني هندي جاسوس خپلې مور او مېرمن سره ليدلي

پاکستان کې د بهارتي استخباراتي شبکې ‘‘را‘‘ بندي جاسوس کلبهوشن ياديو سره د هغه مور او مېرمنې يې ليده کاته کړي دي. د پاکستان خارجه دفتر اسلام آباد کې دغه ملاقات نن غرمه مهال تر ۴۰دقيقو پورې دوام کړی دی.

د جاسوس کلبهوشن ياديو مېرمنه او مور نن سهار د امارات ائير لائن په پرواز کې د اسلام آباد بينظير نړيوال هوايي ډګر ته رارسيدلي وو. دوی لومړی د هند هايي کميشن او ورسته کلبهوشن ياديو سره ملاقات لپاره خارجه دفتر ته رسول شوي وو.

د خارجه دفتر وياند ډاکټر فیصل په وينا کلبهوشن ياديو د خپلي کورنۍ سره د انټر کام په ذريعه خبري کړي دي او دا چې د ملاقات پر وخت د انډيا ډپټي هايي کمشنر جی پي سنګھ او د دفتر خارجه ډائريکټر انډيا ډيسک ډاکټر فريحه هم موجود وو. د خارجه دفتر وياند دا هم ويلي دي چي کلبهوشن ياديو ته د هغه کورنۍ سره د ملاقات اجازه په يو قائد اعظم د انسانيت له وجي ورکړل شوې وه او بل دا چې هغوی سره دا آخري ملاقات نه و.

څرګنده دې وي چې د هند جاسوس کلبهوشن ياديو تقریباً یو نیم کال وړاندې بلوچستان نه نيول شوی و، نوموړي بهارت خفیه ایجنسۍ را لپاره کار کولو او پاکستان او خصوصې توګه بلوچستان کې يې د اړي ګړي د هڅو اعتراف هم کړی دی. کلبهوشن یادیو ته د فوځي عدالت لخوا د مرګ سزا اورول شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: