شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / په پلچرخي زندان کې پنځه انسان تښتوونکي اعدام شول

په پلچرخي زندان کې پنځه انسان تښتوونکي اعدام شول

کورنیو چارو وزارت وايي پنځه کسه یې په پلچرخي زندان کې اعدام کړي دي. د افغانستان د محبسونو عمومي ریاست وايي، یوه ډله انسان تښتوونکي چې د تښتونې او قتل یوه پېښه کې په اعدام محکوم شوي وو، د درېیو محکمو د حکم او د ولسمشر د توشیح پربنسټ د کابل څرخي پله زندان کې اعدام شوي دي. سرچینه وايي په اعدام شویو کې د هرات د ولایتي شورا مخکینی غړی حاجي عسکر انوري هم دی. دغه خبر داسې مهال خپرېږي، چې د شمېرو له مخې سلګونه کسان په افغانستان کې د بېلو جرمونو په تور په اعدام محکوم شوي دي خو لا هم دغه حکم پر دوی نه دی تطبیق شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *