چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په کامې ولسوالۍ کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت سربندونو ته د پراختیا ورکولو پروژې تړون لاسلیک شو

په کامې ولسوالۍ کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت سربندونو ته د پراختیا ورکولو پروژې تړون لاسلیک شو

په کامې ولسوالۍ کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت سربندونو ته د پراختیا ورکولو پروژې تړون لاسلیک شو.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او د PMS جاپانۍ خیریه بنسټ مشر ډاکټر ناکامورا ترمنځ د دې ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت سربندونو ته د پراختیا ورکولو پروژې تړون لاسلیک شو.
د یاد تړون د لاسلیک په موخه د ولایت مقام رسنیو دفتر کې جوړو شوو مراسمو کې ننګرهار والي،د PMS جاپانۍ خیریه بنسټ مشر،ولایتي شورا غړو او یو شمیر مسؤلینو ګډون کړی وو.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د PMS جاپانۍ خیریه بنسټ لخوا د ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت یې سربندونو ته د پراختیا ورکولو پروژې تړون لاسلیک کړل .
نوموړي زیاته کړه، د یادې پروژې چارې به د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي،چې په کې به د سیند د بهسودو طرف غاړې ته او اولنۍ جزیرې ترمنځ کانګریټي پل جوړ، د پل او بندونو ترمنځ د ارتباطي لارې، د کامې لومړی کانال د مغروقې بند د انکشاف د بولډر یا غټو تیږو په واسطه ، د کامې دویم کانال د مغروقې بند کې د اوسپنیز کانګریټي ساختمان او د سیند په غاړه کامې طرف ته د پنځوس مترو په طول سره د حفاظتي دیوال جوړول شامل دي .
هغه وایي، د یادې پروژې د پلې کیدو موده ځکه دوه کاله نیول شوی،چې د کنړ په سیند باندې په کال کې د زیاتو اوبو له امله یواځې شپږ میاشتې کار کیدای شي او شپږ میاشتې د کار کولو امکانات نه وي او همدا راز د بل سربند څخه به د کامې دواړه کانالونو ته اوبه ورکول کیږي،ترڅو ځمکې بې اوبو پاتې نشي.
ننګرهار والي د یاد تړون د لاسلیک او چارو د پیل کېدو له امله د یادې مؤسسې څخه مننه وکړه او هیله یې وښوده،چې د پروژې په بشپړیدو سره به د کامې ولسوالۍ اړوند د اوبو په برخه کې ستونزې په اساسي ډول حل شي .
د PMS جاپانۍ خیریه بنسټ مشر ډاکټر ناکامورا وویل،دوی په دې ولایت کې د اوبو د کمښت ستونزه درک کړې او په همدې موخه کار کوي،ترڅو په دې ولایت کې د اوبو ستونزه په اساسي ډول حل او په ټولو سیمو کې شنې سیمې رامنځته شي .
د ولایتي شورا غړي ډاکټر ناصر کاموال د ولسونو په استازۍ د یادې مرستنندویه ادارې او ولایت مقام د پاملرنې او مرستې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه،تر دا مهاله د د PMS جاپانۍ خیریه بنسټ په هڅو شاوخوا ۶ زره هکتاره ځمکې ته د اوبو کولو خړوبولو زمینه برابره شوې ده .
هغه زیاته کړه، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د اوبو په برخه کې د کامې ولسوالۍ اړوند ستونزې تر ډیره کچه حل شي،خو نورو سیمو ته یې د یادو پروژو د غځولو غوښتنه وکړه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: