جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / قبايل / په کرمه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نامنل شوې پوله (خرلاچي) لاره بېرته شوې

په کرمه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نامنل شوې پوله (خرلاچي) لاره بېرته شوې

په کرمه ايجنسئ کښې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نامنل شوې پوله (خرلاچي) بارډر شپاړس ورځې وروسته تر هغې بېرته شوی دی، چې افغانستان د سیمې د نورو هيوادونو سره سوداګريزې راکړې ورکړې کې زياتوالی راوړی دی.

د سيمې له نورو هیوادونو سره د افغانستان د سوداګريزو اړيکو په پراخيدو دنامنل شوې پولې هغې غاړې ته د زيات شمېر کاروباريانو او سوداګرو په روزګار بد اثرات پرېوتي، چې له امله يې هغوی د افغانستان په اړه د پاکستاني سياست د بدليدو غوښتنه کړې وه.

به همدې لړ کې د سوداګرۍ په موخه د خرلاچي لاره يو وار بيا بېرته شوې ده. ويل کېږي د دې لارې نه د دواړو هيوادونو ترمنځ سوداګريزې راکړې ورکړي شروع شوي دي.

د ځايي چارواکو په وينا خرلاچي بارډر تيره ورځ بېرته کړی شوی او دواړو خواوو ته د سوداګريزو مالونو انتقال پيل شوی دی.

ياده دي وي چي د اکتوبر  په ۱۵د کرم ايجنسئ سرحدي سيمو کې د چاودنو له امله د کيپټن حسنين پشمول څلور امنيتي کسان وژل شوي وو. د دې پېښې نه وروسته پاکستانيو چارواکو ياده لاره تړلې وه.

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: