د کندز چارواکي وايي، ۱۳ افغان سرتېري نن یکشنبه د کندز- خان اباد پر لویه لاره د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.
د خان اباد ولسوال حیات الله امیري ازادي راډیو ته وویل چې د افغان ځواکونو پر پوسته د طالبانو حملې سهاروختي پیل شوې.
ښاغلي امیري وویل:
“پنځه بجې د سهار له دکان ادم خان پوستې سره اړیکې قطعه شوې چې په نتیجه کې یې یو پولیس ژوندی راوتی او ځان یې د ملي اردو بیس ته رسولی او ۱۳ نور شهیدان شوي دي.”
د خان اباد ولسوال همداراز وايي چې وسله والو یو هاموې ټانک او د پوستې نور تجهیزات هم له ځانه سره وړي دي.
حیات الله امیري وايي، هغه پوسته چې سرتېري یې وژل شوي، د مرستندویو قواوو له ورسېدو وروسته، بېرته له طالبانو څخه نیول شوې ده.
د برید مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی.