شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په کندهار کې دميوند ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ بريد شوی

په کندهار کې دميوند ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ بريد شوی

دافغانستان په کندهار ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي د میوند ولسوالۍ په امنیه قومانددانۍ شوي ځانمرګي برید یو شمېر امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

چارواکي زیاتوي، چې پیښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه کله چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک هاموي موټر ته د امنیه قوماندانۍ ودانۍ ته څېرمه چاودنه ورکړه.

د چارواکو په وینا، لومړني معلومات ښيي په دغه برید کې لږ تر لږه درې پولیس سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

خو یوه بله امنیتي سرچینه وایي د برید په ترڅ کې لږ تر لږه اوه پولیس سرتیري وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

د پيښې مسئولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: