پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / په کندوز کې وژل شوي اکثره ولسي وګړي دي

په کندوز کې وژل شوي اکثره ولسي وګړي دي

په داسې حال کې چې افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ بهرني ځواکونه د کندوز بمبارۍ کې ولسي وګړي وژل ردوي، د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یونما) وايي، په یاده بمبارۍ کې لږترلږه ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي. یونما پر ټویټر لیکلي، د باوري رپوټونو له مخې د روانې نومبر میاشتې پر څلورمه، د کندوز چاردره ولسوالۍ کې د وژل شویو په ډله کې لس ولسي وګړي دي. سرچینه وايي، دوی له ګڼو ژغورل شویو، روغتیاپالو، د سیمې له قومي مشرانو او نورو خلکو سره خبرې کړې چې د ټولو په اند د بمبارۍ قربانیانو کې ولسيو ګړي وو.
تېره ورځ په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د پرېکنده ملاتړ بهرنيو ځواکونو د کندوز په چاردره کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله رد کړه. د تېرې یکشنبې په ورځ د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي وویل، چې د چادرې په یوه سیمه کې ۱۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي.د ناټو په اعلامیه کې راغلي چې په سیمه کې یې عملیات کړي او ګڼ شمېر وسلوال یې وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *