چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / په کونړ کې د بې پيلوټه الوتکې بريد ګڼ شمېر کسان وژلي

په کونړ کې د بې پيلوټه الوتکې بريد ګڼ شمېر کسان وژلي

د ځايي خلکو د وينا له مخې نن دوه بجې د کونړ څوکۍ ولسوالۍ اړوند ديوه ګل دره کې د بې پيلوټه الوتکې د بريد له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې تر نيمايي ډېر يې ملکي وګړي دي.

ځايي خلک وايي دغلته د واده مراسم روان وو، چې د هوا نه به نښه شوي، دوی وايي تر اوسه د ۲۹ کسانو جسدونه راايستل شوي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ يې عام وګړي دي.

تر اوسه دولتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو يوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې دغلته د ديوه ګل په دره کې په يوه کلي کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ غونډه روانه وه، د سرچينې په وينا ګڼ شمېر وسله وال هم په دې پېښه کې مړه او ژوبل دي.

د سیمې د اوسېدونکو په وينا د پېښې په ځای کې تر مازيګر ناخته شديد اور بل و، چې له امله يې د مړو او زخميانو را ايستو ته په وخت څوک نه دي رسېدلي. دذبيح الله په نوم يو ځایي اوسېدونکي وويل: ( دوه بجې بريد شوی او تر مازيګره د اور لمبې پورته کېدلې).

په دې وروستيو کې داسې خبرونه خپاره شول، چې داعش ډلې وسله والو کونړ ته مخه کړې او غواړي د ننګرهار له پخوانيو سیمو خپل مرکزونه د کونړ ولايت ته انتقال کړي.

داسې خبرونه هم وو، چې د طالبانو مشر هلمند ته د راتلو پر مهال خپلو وسله والو ته هدايت کړی چې داعش ډلې سره د جګړو نه لاس واخلي، ځکه چې په وينا يې د دواړو ډلو هدف يو دی.

 

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *