پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په کونړ کې د شپږو پاکستانيو په ګډون ۱۳وسله وال وژل شوي

په کونړ کې د شپږو پاکستانيو په ګډون ۱۳وسله وال وژل شوي

دافغانستان د کونړ ولایت ځايي امنیتي چارواکي وايي چې د هغه ولایت په مربوطاتو کې شپږو پاکستانيو وسله والو په ګډون  ۱۳ تنه وسله وال وژل شوي او يوه اندازه وسلې، مهمات او موټرسايکلونه يې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د کونړ ولایت د پولیسو مشر خبري سرچینو ته  ویلي تیره ورځ  یوې ډلې وسله والو د سرحدي ځواکونو په کتار  برید وکړ چې غبرګون کې يې بريد کوونکي وسله وال په نښه او ووژل شول.

هغه زیاتوي په وژل شوو وسله والو  ۶ يې پاکستاني وسله وال دي.

هغه وايي چې دغه وسله وال د پاکستان له لوري افغانستان خاورې ته تازه راننوتي او د سرحدي ځواکونو په کتار يي برید کړی، خو بريدګر وژل شوي او سرحدي ځواکونو ته زيان نه دی رسېدلی.

سرچينه وايي په دې نښته کې وسلې، مهمات او موټر سايکلونه هم د سرحدي ځواکونو لاس ته ورغلي او يو شمېر وسله وال په تېښته بريالي شوي دي، خو دوسله والو کومې ډلې تر اوسه د دې خبر په اړه څه نه دي ويلي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: