دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / قبايل / په کوټه کې درې شیعه او دوه نور کسان ووژل شول

په کوټه کې درې شیعه او دوه نور کسان ووژل شول

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ډزو له امله د هزاره قبیلې درې او دوه نور کسان وژل شوي او یو ټپي دی. ځايي فعالين وايي دا د هغو هدفي وژنو لړۍ ده چې په منظم ډول پکې خلک د وسله والو لخوا نښه ګرځي.
په سیمه کې امنیتی چارواکي وايي، پېښه د کوټې ښار په کاسي علاقه کې شوې ده.
د چارواکو په خبره، شپږ کسان په ګاډي کې د سبو یا سبزي را وړلو لپاره هزار ګنجي ته تلل چې ناڅرګندو وسلوالو ډزې پرې وکړې.
د پېښې نه وروسته بریدګر په تېښته بریالي شوي دي او د پېښې مړه او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي.
پولیس دا برید هدفي وژنه بولي چې د هزاره قبیلې خلک پکې په نښه شوي.
د هزاره قبیلې خلک شیعه دي، ځينې سرچينې وایي چې په پاکستان کې شته وسله والې ډلې دغه ډول وژنې ځکه ترسره کوي، چې غواړي هلته مذهبي تاو تريخوالي ته پراختيا ورکړي.

ځايي خلک د پاکستان پر حکومت او نورو ادراو پړه اچوي، دوی وايي نه يوازې اړونده ارګانونه د دغه ډول پېښو مخنيوی نه کوي، بلکې د پاکستان د جاسوسې ادارې لخوا يې ملاتړ هم کېږي.

د پاکستان استخباراتي ادارې او په ټوله کې په دې هيواد د روڼ اندو په فکر دا تور اوس په ثبوت رسېدلی چې په ګاونډيو هيوادونو سربېره يې په کور دننه هم وسله والې ډلې د خپلو اهدفو لپاره رامنځ ته کړي دي.

هلته په زيارتونو، جوماتونو او ښوونځيو بريدونه د هغو وسله والو کار ګڼل کېږي چې د ترهګرو په نوم د پاکستان بنسټيزو هدفونو ته کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: