شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / افغانستان / پوتین په ښکاره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون ملاتړ وکړ

پوتین په ښکاره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون ملاتړ وکړ

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین له تهران څخه د یوې ورځنۍ رسمې کتنې په ترڅ کې په ښکاره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون ملاتړ وکړ.

هغه همدا راز د سوریې د جګړې په اړه له ایران سره همکاري وستایله.

پوتین د ایران او اذربایجان له ولسمشرانو سره په درې اړخېزه غونډه کې د ګډون لپاره پرون تهران ته تللی و.

دغه غونډه تر ډېره د کسپین د سمندرګي د دغو درې هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي، سوداګرۍ او انرژۍ اړیکو د پیاوړي کېدو او په دې برخو کې د همکارۍ په پراخېدو څرخېده.

خو د دې ترڅنګ د ایران له ولسمشر حسن روحاني او د دې هېواد له مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي سره د پوتین په کتنو کې د ایران او د د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټمي تړون او په سوریه کې د کورنۍ جګړې په اړه هم ډېرې خبرې وشوې.

روسیه د دغه اټمي تړون چې له مخې یې د ایران له خوا د اټمي پروګرام د محدودلو په بدل کې پر تهران لګول شوي بندیزونه نرم شوي، یوه لاسلیک کوونکې ده. خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې ډډه کړې چې دا تائید کړي چې تهران د دغه تړون مطابق عمل کړی دی.

د ایران د مذهبي مشر د دفتر له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې پوتین خامنه اي ته وویل چې مسکو په دغه تړون کې د هر یو اړخېز بدلون مخالف دی.

د سوريې په اړه پوتین د ایران همکاري وستایله او هغه یې ډېره ګټوره وبلله او ویې ویل چې مسکو او تهران توانیدلي چې د سوریې په اړه خپل دریځونه هماهنګ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *