۱۳۹۶/۸/۱:
دننګرهارامنیه قوماندانی اړوند پولیسو دمهمندری ولسوالی په مربوطاتو کی یو شمیر وسلی او مهمات کشف او ترلاسه کړی .
دامنیه قوماندانی داستخباراتو مدیریت او مهمندری ولسوالی بیدارو پولیسودمنظورکړی شوی پلان پراساس دمهمندری ولسوالی د ډکه اتمانزوپه سیمه کی ځانګړی عملیات ترسره کړی چی په ترڅ کی دمحمداګل له کور څخه دپلټنی پرمهال (۸) میله کلاشنکوف ، (۱۴۴۵۰) فیره دکلاشنکوف ، ایم شپاړلس، اوتفنګچی مرمی ، (۴۰) عدد دکلاشنکوف شاژورونه ، (۶۰) عدد دکلاشنکوف د ارجاع فنری چی دوسله والو مخالفینو له خوا دناوړه ترهګریزوکړنوپه موخه ځای پرځای کړی شوی وی موخی ته درسیدو وړاندی کشف او پلاس راوړی .
ترلاسه شوو، وسلو اومهماتو په تور څوک ندی نیول شوی ، خو دنیولوپه موخه یی پولیسو هڅی پیل کړی دی.
دا پداسی حال کی چی پولیسو وړاندی هم یو شمیروسلی ، مهمات ، چاودیدونکی او نشه یی توکی کشف او ترلاسه کړی، اوهمدغه رازجنایی بیلابیلو پیښو کی په لسګونو تورن کسان نیولی اودقانون منګلو ته یی سپارلی دی.
