چهارشنبه , جنوري 20 2021
کور / خبرونه / افغانستان / پوځي عملیاتو کې ۲۵ طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي

پوځي عملیاتو کې ۲۵ طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي

۲۳/۷/۱۳۹۶ (ټرایبل نیوز)

د هوايي ځواک په ملتيا افغان ګډو ځواکونو د هلمند ولايت مرکز لشکرګاه اړوند سيمو ، نادعلي او کجکي ولسواليو کې جګړه ايز او چاڼيز عمليات پيل کړي دي چې له مخې يې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه نور يې ټپیان دي.
پدې عملیاتو کې د هلمند چارواکې  درې میله پیکا، یو میل هاوان، څلور عرادې موټرسایکلونه او د طالبانو دوه مهم مرکزونه له منځه وړلو ادعا هم کوي .
په روانو پوځي عملیاتو کې د لښکرګاه اړوند سیمو په ګډون په نادعلي ولسوالۍ کې هم ګڼ پرمختګونه شوي او سیمې د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکې شوي دي. بل لورته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خپل لورته د وراوښتی زیان ادعا ردوي 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: