یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / قبايل / پيښورـ ترهګرۍ له پګړۍ او واسکټ وروسته ريکشې بدنامې کړې

پيښورـ ترهګرۍ له پګړۍ او واسکټ وروسته ريکشې بدنامې کړې

په پېښور کې د کرنې په روزنيز مرکز باندې بريد کې د ريکشې کارونې نه وروسته دريکشه وانانو ورځ پوليسو بده کړې ده. دا يوازې ريکشې نه دي چې د ترهګرۍ په نوم بدنامېږي، بلکې نور ډېر څه هم د ترهګرۍ له امله بدنام شوي، چې په دې کې د ځينو پښتنو قومونو کلتوري لباس هم راځي.

د پېښور په ښار کې د پوليسو لخوا د غير قانوني ريکشو پر ضد کمپاين پيل شوی، داسې ويل کېږي چې د پېښور د کرنې په اداره بريد کې بريدګر تر ودانۍ پورې په يوه ریکشه کې وړل شوي وو. د دې پېښې نه وروسته پوليسو د يو ځانګړي کمپاين په لړ کې په يو شمېر بارګينونو او مستريخانو چاپې وهلي او يو شمېر ريکشې يې نيولې دي.

دا کمپاين یوازې تر همدې ځايه نه دی، بلکې پاکستانيو قانون پلوه ادارو په ټوله صوبه کې د یو، درې او څلور نمبر ريکشو په شتون اندېښنې څرګندې کړي دي.

د خبرونو له مخې د پېښور په کرنې ادارې بريد کې کارول شوې ريکشې ته جعلي نمبرپلیټ لګول شوی و او اصل ثبت نمبر يې هم بدل شوی و.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: