پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / قبايل / پیښور: دجينکو لپاره واده نه وړاندې تعليم ضروري دی

پیښور: دجينکو لپاره واده نه وړاندې تعليم ضروري دی

 د پېښور نوتيې کې باچا خان په نوم ښوونځي کې دويناوو، تمثيلي خاکو او نظمونو له لارې په پښتنه ټولنه کې د جينکو د ښه تعليم کولو په موضوع يوه غونډه شوې ده. په دې غونډه کې د لږ عمر جينکو، د دوی لپاره په اوسني تعليم او په کم عمر کې د جينکو دودولو په دود انتقادونه وکړل.

دوی د خپلو بېلابېلو هڅو او تياريو په لړ کې اولس ته پېغام ورکړ چې د جينکو لپاره د واده کولو نه وړاندې تعليم ضروري دی، ځکه همدا جينکۍ هره يوه يوه کورنۍ ده او چې کورنۍ با تعليمه وي ډېرې ټولنيزې ستونزې به نه رامنځ ته کېږي.

دې يوه ورځنۍ غونډه کې د وس لروونکو خلکو نه د باچا خان ايجوکيشن ټرسټ لپاره د مرستې غوښتنه هم وشوه او زياتو کسانو ورته د مالي مرستو ډاډ ورکړ.

غونډه کې د باچا خان ايجوکيشن فاونډېشن کارکونکو نه علاوه سياسي مشرانو، پوهانو او ګڼ شمير کې زده کوونکو ګډون کړی و.

په همدې وخت کې وينا کوونکو وويل، چې که چرې پښتون ملت خپلو بچو له د باچاخان د سوچ مطابق تعليم ورکړی وای، نو نن به د هيواد تقدير د دوی په لاس کې وی. د غونډې په اړه د باچاخان ايجوکيشن فاؤنډيشن ډائريکټر ډاکټر خادم حسين وويل:

(هردري مياشتي پس په هر يو باچاخان ښوونځي کې د هنرونو نمايش کولی شي چې پکې پرفارمنس او نور څيزونه شامل وي، په دې کې مونږ دا کوشش هم کوو چې د باچاخان ښوونځيو لپاره وسيلي هم پيدا شي.)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: