جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / قبايل / پېښور: په کرنې ادارې له بريد وروسته نهه کسان نيول شوي

پېښور: په کرنې ادارې له بريد وروسته نهه کسان نيول شوي

پېښور کې د جمعې په ورځ د کرنې روزنيزې ادارې په مرکز له برید وروسته امنيتي ادارو عمليات پېل کړي او د نهه مشکوک کسانو نيولو ادعا يې کړې ده.

درېو ترهګرو د جمعې په ورځ د کرنې روزنيزې ادارې په مرکز بريد کړی، نهه تنه يې وژلي او ۳۷ يې ژوبل کړي وو، په وژل شوو کې اته زده کوونکي وو.

تحريک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې وه.

برید کې د وژل شوؤ زده کوونکو تعلق د خېبرپښتونخوا صوبې د بيلا بيلو برخو سره وو او د هغو د ملګرو په خبره په دوي کې زیات غریبانان وو.

د شنبې په ورځ د وژل شوو کسانو خپلو پلرنو سيمو کې جنازې شوي او خاورو ته سپارل شوي دي.

پوليس د پېښې پلټنې پېل کړي او د امنيتي ادارو ترڅنګ د ښار نه بهر بډه بېره او چاپېره علاقو کې يې د لټون عمليات کړي دي.

پوليس ويلي نهه مشکوک کسان يې نيولي او وسله يې هم ترې ترلاسه کړې ده، د پوښتنو دپاره نامالومه ځای ته وړل شوي او پوليس ويلي عملياتو کې يې ۴۵ کورونه لټولي دي.

پوليسو د پښې مقدمه د نامالومه کسانو په نوم درج کړې او د بريد په مهال د وژل شوؤ ترهګرو د مړو پلټنې يې هم پېل کړي دي.

د پوليس رپورټ ترمخه ترهګر په يوه رکشه کې راغلي چې بورقې يې اغوستې وې دوي اول د ادارې په مرکزي دروازه ناست ساتونکی ويشتی او بيا دننه ننوتي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: