جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / قبايل / پېښور کې د کرنې په روزنيزې ادارې بريد کې نهه تنه وژل شوي

پېښور کې د کرنې په روزنيزې ادارې بريد کې نهه تنه وژل شوي

د خېبر پښتونخوا مهم ښار پېښور کې د کرنې تربيتي ادارې په مرکز د وسله والو په برید کې لږ ترلږه نهه کسان وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل شوي دي. په وژل شوو کې زياتره زده کوونکي دي.

تحريک طالبان پاکستان د بريد مسووليت منلی دی.

د خېبرپښتونخوا وزيراعلی پروېزخټک ويلي ترهګر بريد کې ورته د نهه تنو د وژنې راپور ورکړی شوی دی.

پېښه کې د ژوبلو او وژل شوو زده کوونکو ترڅنګ د پوليسو او پوځ سرتيري هم شامل دي.

ژوبل او مړي خېبرټيچنګ او حیات اباد مېډېکل کمپلکس روغتونونو ته وړل شوي او د پېښور په روغتونو کې بېړني حالت په ځای کړی شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: