چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ځانمرګي برید په کابل کې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

ځانمرګي برید په کابل کې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان د پلازمينې کابل شمال ته خیر خانې سیمې اړوند د ودونو یوه تالار مخې ته ځانمرګی بريد شوی. په بريد کې ۱۸ کسانو مرګ ژوبله اوښتې ده. په دغه تالار کې افغان سیاستوال هم راغونډ شوي وو. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وایي، په دې ځانمرګي برید کې ۷ پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۷ پولیس او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

ویل کېږي دغه ځانمرګی برید د “قصر نوین” په نوم د ودونو د هغه تالار مخې ته شوی، چې د بلخ د والي عطا محمد نور پلویانو د نوموړي د ستایلو غونډه پکې جوړه کړ وه. دغو مراسمو ته احمد ضیاء مسعود، حاجي ظاهر قدیر، ستار مراد، عبدالحفیظ منصور او د ولسي جرګې ځینې نور غړي او د جمعیت اسلامي ګوند ځینې مشران هم ورغلي وو. رسنۍ وايي، برید د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: