پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / ځپل شوي داعشيان په افغانستان او پاکستان کې ځالې جوړوي

ځپل شوي داعشيان په افغانستان او پاکستان کې ځالې جوړوي

 د ایران د استخباراتو وزیر وايي، داعش یا اسلامي دولت سختدریځه ډله، چې په عراق او سوریه کې سخته ځپل شوې، اوس په افغانستان او پاکستان کې د سیمو د لاندې کولو په تکل کې ده.

د ایران د استخباراتو وزیر سید محمود علوي نن /سې شنبه/ خبرداری ورکړ«د عراق او شام  کې اسلامي دولت (داعش) سیمې له لاسه ورکړې خو خپلې وسلې یې تسلیم کړي نه دي او اوس په افغانستان، پاکستان، منځنۍ اسیا او نورو ځایونو کې د سیمو د نیولو په لټه کې دی څو د خلافت نظریه پلې کړي.»

علوي، چې په تهران کې په یوه بحث کې ګډون کړی و، د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له لوري د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس رسمیت پېژندلو ته په اشارې وویل، دا پرېکړه وروسته له دې وشوه چې د داعش په شمول تروریستان وځپل شول او مرګوني ګوزارونه پرې وشول او ملاتړ کوونکي یې دومره مایوسه شول چې لېونډوله سلوک یې خپل کړ.

تر دې وړاندې تېره میاشت د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف خبرداری ورکړ چې داعش د افغانستان په شمول ټولې سیمې ته ګواښ پېښوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: